د جولای ۱۵مه، چي د ملګرو ملتونو له خوا د ځوانانو د مهارتونو د نړۍوالي ورځي په توګه نمانځل کېږي، په داسي حال کي را رسېدلې چي په افغانستان کي زيات مسلکي ځوانان د بېکارۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
سره له دې چي د دې ورځي موخه د ځوانانو له پاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کار بازار ته د هغوی چمتو کول دي؛ خو په افغانستان کي ډېری ځوانان د کار نشتوالي له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ کېږي.
د اقتصادي ستونزو او محدودو کاري فرصتونو له کبله، ګڼ افغان ځوانان د یوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو له پاره پر خطرناکو او ناقانونه لارو بهرنیو هیوادونو ته ځي، چي ځیني ئې د همدې سفرونو پر مهال خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
د کارپوهانو په باور، که د ځوانانو له پاره د کار او مسلکي ودې زمینه برابره نه سي، د بېکارۍ او کډوالۍ ستونزي به نوري هم زياتي سي.