د جیبوتي په اوبو کي د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي ۱۳۹ کسان مړه سوي او ۸۴ نور لا هم نادرکه دي

د جیبوتي په اوبو کي د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کي ۱۳۹ کسان مړه سوي او ۸۴ نور لا هم نادرکه دي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخي، په دغه کښتۍ کي ۳۰۵ کسان سپاره وو، چي ۸۲ تنه ئې ژوندي ژغورل سوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، په مړو کي ۴۲ ښځي او ۱۵ ماشومان هم شامل دي او د پاتې ورکو کسانو د موندلو له پاره هڅي رواني دي.