د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ) په خپل تازه راپور کي ويلي

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (IFJ) په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کي په نړۍ کي ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو مسلکي دندو له امله وژل سوي دي، چي په کښي لس ښځي هم شاملي دي.
ياد فدراسیون دا کال د خبریالانو له پاره یو له خونړی کال بللی او ټینګار ئې کړی چي حکومتونه د رسنیو د کارکوونکو د ساتني په برخه کي پاته راغلي دي.
راپور زیاتوي چي یوازي په فلسطین کي ۵۶ خبریالان وژل سوي او دا سیمه د رسنیزو کارکوونکو د تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړۍ ده.

یمن، اوکراین او سوډان بیا د خبریالانو د وژنو له پلوه په دوهم، درېیم او څلورم ځای کي دي، او په ګڼو نورو هيوادونو کي هم د رسنیو کارکوونکي د تاوتریخوالي قرباني سوي دي.