د خوست څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د خوست څخه سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په اسماعيل خېلو ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو مدافع وکيل ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی کس مفتي هدايت الله هدايت نومېدی او د سې شنبې په ورځ سهار مهال وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
تر اوسه د دغه وکيل د وژلو علت څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.