د دايکندي څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په شهرستان ولسوالۍ کي د جمعې په ماښام نامعلومو وسله والو يو پخوانی نظامي ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي وژل سوی نظامي ياسر نومېدئ، چي اوس مهال ئې د شهرستان ولسوالۍ په مرکز کي دوکانداري کول، چي تېره شپه وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
تر اوسه ط.. البانو د دغه پخواني نظامي د وژل کېدو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.