د دايکنډي اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي ۱۸۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.
هغوی وايي چي په کلي کي ښوونځي لري؛ خو د ښوونځي له پاره ودانۍ نه لري او ماشومان ئې تر شنه آسمان لاندي يا هم په خېمو کي زده کړي کوي.
هغوی د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کړې، چي د دوی ښوونځي ته دي ودانۍ جوړي کړي، تر څو ماشومان ئې په مناسب چاپيريال کي زده کړي وکړي.
په ورته وخت کي د دايکنډي ولايت د پوهني رياست مسئولين هم ياده ستونزي مني.
د دغه ولايت د پوهني رياست مالي او اداري آمر محمد قاسم وايي، چي په دغه ولايت کي اوس مهال ۴۳۸ ښوونځي فعاله دي، چي ۲۵۸ ئې ودانۍ لري او پاته ۱۸۰ ښوونځي ئې ودانۍ نه لري.
هغه ويلي، چي ياده ستونزه ئې د مرکزي حکومت سره شريکه کړې او د حلولو کوښښ ئې کوي.