د راپورونو له مخي، اروپايي هیوادونه هڅه کوي، چي هغه افغانان بېرته خپل هيواد ته ولېږي، چي په اروپا کي قانوني اسناد نه لري او په همدې موخه د ط..البانو له یوه تخنیکي پلاوي سره د خبرو پلان لري.
اروپايي ټولني دغه راز ټینګار کړی، چي له ط..البانو سره ئې اړیکي یوازي د اړتیاوو تر کچي محدودي دي او دا تعامل د هغوی د رسمیت پېژندلو مانا نه لري.
دا اقدام د بشري حقونو د فعالانو او د ښځو د حقونو د ملاتړو د سختو نیوکو سره مخ سوی دئ. هغوی وایي چي دا ډول پرېکړې به د افغان ښځو پر وضعیت منفي اغېز وکړي او د ط..البانو دریځ ته به غیرمستقیم مشروعیت ورکړي.
منتقدین زیاتوي چي په اوسني وضعیت کي د افغان کډوالو بېرته استول کولای سي هغوی له جدي خطرونو سره مخ کړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چي د بشري حقونو په برخه کي فعال پاته سوي دي.