د راپورونو له مخي، امریکا د هغو افغان کډوالو د ستونزو د حل له پاره نوي لاري څېړي چي تر یو کال زیات وخت کېږي په قطر

د راپورونو له مخي، امریکا د هغو افغان کډوالو د ستونزو د حل له پاره نوي لاري څېړي چي تر یو کال زیات وخت کېږي په قطر کي په کمپونو کي پاته دي او اوس ئې افریقا ته د لېږد احتمال هم مطرح سوی دئ.
د وال سټریټ ژورنال د راپور پر بنسټ، له ۱۱۰۰ څخه زیات افغانان چي د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته قطر ته انتقال سوي، لا هم په یوه پخواني امریکایي پوځي اډه کي سرګردانه ژوند کوي او روښانه برخلیک نه لري.
راپور زیاتوي چي د امریکا حکومت د دې کسانو د وضعیت د حل له پاره بېلابېل پلانونه ارزوي، چي له ډلي ئې یو هم افریقایي هیوادونو ته د هغوی انتقال دئ، خو تر اوسه د احتمالي هیوادونو نومونه نه دي په ډاګه سوي.

د امریکایي چارواکو په وینا، له یو شمېر هېوادونو سره خبري رواني دي، خو وروستۍ پرېکړه لا نه ده سوې.
دا کډوال په اصل کي د امریکا د پخواني حکومت له خوا ایستل سوي وو، خو وروسته د ډونالډ ټرمپ له لوري امریکا ته د افغانانو پر تګ محدودیتونو له امله هلته د ننوتلو اجازه ورنه کړل سوه.
بل لور ته، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالانو خبرداری ورکړی، چي که دا کډوال په سمه او خوندي بڼه انتقال نه سي د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ کېدای سي.

همداراز، ځینو افغان او امریکایي فعالانو نیوکه کړې، چي دا کسان باید امریکا ته ولېږدول سي، ځکه دوی نه سي کولای بېرته افغانستان ته ستانه سي.