د رحمن الله ګربز خیریه بنسټ د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ یوې کورنۍ ته، چي د پاکستان د پوځ په برید کي ئې د کورنۍ لس غړي ش.هیدان او درې نور ټپیان سوي وو، نوی کور جوړ کړی دئ.
د دغه بنسټ مسئولين وايي چي ياد کور د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت په ۱۵ ورځو کي جوړ کړی او ګټي اخيستني ته ئې سپارلی دئ.
په ورته وخت کي د سیمي اوسېدونکو او د قرباني سوي کورنۍ غړو د رحمن الله ګربز بنسټ څخه مننه کړې او دا کار ئې د بشري همدردۍ بېلګه بللې ده.