د روسیې پوليسو رسنيو ته ويلي، چي د سې شنبې په ورځ د مسکو په مرکز کي د ريل ګاډۍ سټيشن ته نژدې ځانمرګی برید سوی

د روسیې پوليسو رسنيو ته ويلي، چي د سې شنبې په ورځ د مسکو په مرکز کي د ريل ګاډۍ سټيشن ته نژدې ځانمرګی برید سوی.
د‌ پوليسو په وينا په دغه چاودنه کي يو د ترافيکو پوليس وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي.
د پوليسو په وينا چي دغه د ټرافيکو د پوليسو افسر په ياده سيمه کي ګزمه کول، چي چاودنه پر سوې ده.

تر اوسه د دغه بريد مسؤليت کومي ډلي نه دئ منلی.