د روغتيا نړۍوال سازمان ويلي، چي ۲۵ ټنه د سرطان د ناروغۍ ضد درمل ئې په کابل کي د سرطان د درملني د ملي روغتون او په ولايتونو کي د يادي ناروغۍ د درملني د روغتونو سره مرسته کړې ده.
ياد سازمان ويلي، چي د يادو درملو ترڅنګ ئې اړین طبي وسایل هم د علیآباد روغتون او د ننگرهار، بلخ او هرات ولایتونو د سرطان د درملني واحدونو ته لېږلي دي.
د روغتيا د نړۍوال سازمان په وینا، په دغه مرسته کي اړین د سرطان ضد درمل (کیموتراپي) او د غیر انتاني ناروغیو (NCD) کیټونه شامل دي.
د ياد سازمان په خبره چي دغه مرسته د اروپايي ټولني له خوا سوې او د شپږو مياشتو په جريان کي به د ۱۳ زره او ۱۳۰ کسانو درملنه ورباندي وسي.