د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کي د ساري ناروغیو پېښي د اګست په میاشت کي د جولای په پرتله کمي سوي دي

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کي د ساري ناروغیو پېښي د اګست په میاشت کي د جولای په پرتله کمي سوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخي د اګست په میاشت کي د نس ناستي پېښي شاوخوا ۲۴ سلنه، سینه‌بغل ۱۷ سلنه، د شري شکمني پېښي ۴۴ سلنه، ډینګي تبه ۴۱ سلنه، کانګو تبه ۳۷ سلنه او د کووېډ-۱۹ پېښي ۹ سلنه کمي سوي دي.
راپور زیاتوي، په همدې میاشت کي څلور کسان د نس ناستي، ۱۷۰ د سینه‌بغل، اووه د شري او ۱۱ کسان د کانګو تبي له امله مړه سوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په اګست کي د ډینګي تبي او کووېډ-۱۹ له امله د مړیني هېڅ پېښه نه ده ثبت سوې.