د رويټرز د راپور له مخي شمالي کوريا د یوې نوي ۵۰۰۰ ټنه سمندري بېړۍ څخه د ستراتیژیکو کروز توغنديو ازموینه کړې ده. د ياد کروز توغنديو د ویشتلو پرمهال د شمالي کوريا ولسمشر کیم جونګ ان هم حاضر و او دهغې ننداره ئې کول.
راپورونه وايي چي دا نوې بېړۍ د شمالي کوریا د سمندري ځواک د پرمختګ برخه ده او د هيواد د دفاعي وړتیاو د زیاتولو له پاره امتحان سوې. راپورونه وايي چي دغه ازموینه د شمالي کوریا د وسلهوالو ځواکونو د تمریناتو یوه مهمه برخه وه.