د زابل څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پسرلي په دغه روان موسم کي د ياد ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کي درنه واوره سوې.
د هغوی په خبره چي تېره شپه په ياده ولسوالۍ کي شاوخوا ۷۵ ساتني متره واوره سوې ده.
بايد وويل سي، چي د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي وروستيو ورښتونو او سېلابونو خلګو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.