د سرپل ولایت په مرکز کي ناپېژاندو وسله‌والو کسانو یو قومي مشر په خپل کور کي ويشتلی او ټپي کړی

د سرپل ولایت په مرکز کي ناپېژاندو وسله‌والو کسانو یو قومي مشر په خپل کور کي ويشتلی او ټپي کړی دئ.
د سرچينې په وينا دغه پېښه د چهارشنبې په ماخستن د سرپل ښار په قره‌غاو سیمه کي سوې او د شیرمحمد په نوم دغه قومي مشر څلور مرمۍ ويشتل سوی او ټپي سوی دئ.
د سرچینو په وینا، ټپي سوی قومي مشر د درملني له پاره مزارشریف ښار ته لېږدول سوی دئ.

بايد وويل سي، چي په وروستیو کي د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د وسله‌والو غلاوو او وژنو پېښو د خلګو اندېښنې زیاتي کړي دي. که څه هم ط..البان په ټول هیواد کي د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو خلګ د ناامنیو له زیاتېدو شکایت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *