د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده

د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ جګړه لا هم روانه ده.
راپورونه وايي، د سعودي عربستان جنګي الوتکو تېره شپه د یمن د تعز او صعدي پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخي، سعودي ځواکونو د صعدي ولایت په منبه سرحدي سیمه کي هم پر ځینو ځایونو توپچي بریدونه کړي دي.

بل لور ته، د حوثیانو پوځي ویاند ادعا کړې چي د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ئې د سعودي عربستان په جنوبي برخه کي یوه پوځي اډه په نښه کړې ده.