د سعودي عربستان دولت اعلان کړی، چي دوه کسان ئې د شنبې په ورځ د ترهګرۍ په تور اعدام کړي دي

د سعودي عربستان دولت اعلان کړی، چي دوه کسان ئې د شنبې په ورځ د ترهګرۍ په تور اعدام کړي دي.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، فاضل صفواني او جواد قریریص پر امنیتي ځواکونو د ټکانو او له یوه بهرني ترهګریز سازمان سره د تړاو په تور محکوم سوي وو.
د دغه وزارت په وینا، د محکمې له خوا د دوی د استیناف غوښتني تر رد کېدو وروسته، دواړه د سعودي عربستان په ختیځه سیمه کي اعدام سوي.

بلخوا بيا د بشري حقونو سازمان ويلي، چي اعدام سوو کسانو څخه یو ئې د جرمونو د ترسره کېدو پر مهال لا قانوني عمر ته نه و رسېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *