د سمنګان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز ايبک ښار کي د يوه وژل سوي ځوان جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي د دغه ځوان جسد د ځايي خلګو له خوا په يوه باغ کي موندل سوی دئ.
په ورته وخت کي د سمنګان ولایت ط.. البانو هم ياده پېښه تائيد کړې ده او په خبره ئې چي د دغي پېښي اصلي انګېزه تراوسه پوري څرګنده نه ده او دوی ئې په اړه پلټني پيل کړي دي.