د سویس د بهرنیو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کي ویلي، چي د ایران اسلامي جمهوریت، امریکا متحده ایالاتو، قطر، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو استازي به د خبرو اترو راتلونکی پړاو په سویس کي ترسره کړي.
هممهاله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي، چي د تهران او واشنګټن استازي، د قطر او پاکستان د استازو په منځګړيتوب، د مذاکراتو د بل پړاو له پاره د جمعې په ورځ سویس ته سفر کوي.