د شمالي کوریا مشر کيم جونګ اون د اټومي موادو د تولید د یوي نوي صنعتي پروژې د پرانیستلو پر مهال ویلي

د شمالي کوریا مشر کيم جونګ اون د اټومي موادو د تولید د یوي نوي صنعتي پروژې د پرانیستلو پر مهال ویلي، چي هيواد ئې د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د اټومي پروګرام پراختیا ته دوام ورکوي.
نوموړي ټینګار کړی، چي د اټومي وسلو د تولید او پرمختګ له پاره به خپلي هڅي لا ګړندۍ کړي او د دې برخي تخنیکي او صنعتي بنسټونه به نور هم پراخ کړي.
د شمالي کوريا د دولتي سرچینو د معلوماتو له مخي، په دغه نوې فابریکه کي عصري ټکنالوژۍ کارول سوې ده، خو د امنیتي دلایلو له امله ئې د دقیق ځای او عملیاتي فعالیتونو په اړه معلومات نه دي خپاره سوي.

کيم جونګ اون ویلي چي د تېرو څو کلونو په ترڅ کي د شمالي کوريا د اټومي وسلو د تولید وړتیا د پام وړ لوړه سوې او حکومت ئې پلان لري، چي په راتلونکو پړاوونو کي د دغه هيواد ستراتیژیک ځواک لا پیاوړی کړي.