د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان بانک وايي، د ۲ میلیارده او ۵۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت زاړه او خراب بانکنوټونه ئې راټول کړي او سوځولي دي.
دغه بانک د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي یاد بانکنوټونه د پیسو د کیفیت ساتلو او د افغانیو پر اعتبار د باور د پیاوړتیا له پاره سوځول سوي دي.
د افغانستان بانک په وینا، دا چاره د پیسو د منظم مدیریت د پروګرام یوه برخه ده او هر کال له بازاره زاړه بانکنوټونه راټولوي او له ټاکلو پړاوونو وروسته ئې له منځه وړي.