د ط..البانو تر واک لاندي دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي د دوشنبې په ورځ ۴۲۰ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۲۱۶۷ تنه کېږي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۱۲۰۰ افغان کډوال د تورخم، ۴۶۴ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۲۸۲ تنه افغان کډوال د هلمند د بهرامچې د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ليکل سوي، چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.
ياده خبرپاڼه دغه راز ليکي چي په همدې ورځ ۱۵۴ افغان کډوال د وريښمو د پله دلاري او ۶۷ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا د لاري افغانستان ته راغلي.
بايد وويل سي چي د ژمي په موسم کي د ګاونډيو هيوادونو څخه راغلي افغان کډوال د ستونزو سره مخ دي هغوی د نړۍوالو بشري سازمانو څخه د بشري مرستو غوښتنه کوي.