د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په ننګرهار ولايت کي ئې دوه تنه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۳۰ دورې وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي د ط..البانو له خوا په عام محضر کي فزيکي سزاوي زياتي سوي دي. د بشري حقونو نړۍوالو سازمانو د ط..البانو څخه غوښتي چي دا ډول سزاګاني بندي کړي او انساني کرامت ته دي ژمن پاته سي.