د ط.. البانو تر واک لاندي ستري محکمې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط.. البانو تر واک لاندي ستري محکمې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په خوست ولايت کي ئې ۸ کسان د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ۲۰ څخه تر ۳۵ پوري په دورو وهلي دي او د يوه کال څخه تر پنځو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.