د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کي ئې دوه کسان په عام محضر کي په دورو وهلي دی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د اخلاقي فساد په تور په عام محضر کي ۲۰- ۲۰ دورې وهلي او يوه مياشت ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي تېره ورځ هم ط..البانو په ارزګان، هرات، بلخ او بغلان کي ۷ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور په دورو وهلي وو.