د ط..البانو د امرب.المعروف وزیر خالد حنفي په کابل کي یوې غونډي ته ویلي

د ط..البانو د امرب.المعروف وزیر خالد حنفي په کابل کي یوې غونډي ته ویلي، چي د افغان ځوانانو یوه برخه د دیني موضوعاتو په اړه کافي معلومات نه لري او د دين څخه ناخبره دي او له همدې امله د حجاب د مقرراتو پر مهال بحثونه او نیوکي کوي.
نوموړي ټینګار کړی چي حجاب د بالغو نجونو له پاره یو شرعي مکلفیت دئ او د دوی وزارت د همدې موضوع د عملي کېدو له پاره سپارښتني او تبلیغ کوي. هغه همداراز له نړۍوالو غوښتي چې د افغانستان په مذهبي چارو کي لاسوهنه ونه کړي.
دا څرګندوني وروسته له هغه مطرح کېږي، چي په هرات کي د یو شمېر ښځو د نیولو راپورونو پراخ غبرګونونه راوپارول.

منتقدین وایي، په داسي حال کي چي خلګ له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، د حجاب موضوع بیا هم د بحثونو په سر کي ځای لري.