د ط..البانو د برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی

د ط..البانو د برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د ازبکستان وارداتي برېښنا مزي تر رغوني وروسته بېرته وصل سوي دي. ياد شرکت وايي د دغي برېښنا له وصلېدو سره، اوس کابل او ۱۲ نورو ولایتونو ته برېښنا بېرته جریان موندلی دئ.
د دغه شرکت مسئولین زیاتوي چي دغه مزي د واوري او سخت توپان له امله پرې سوي و، خو د سې شنبې په ورځ ئې بېرته ترميم کړي او برېښنا په عادي ډول يادو ولايتونو ته رسېدلې ده.