د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي يو امريکايي وګړی ډينس کويل ئې د زندان څخه ازاد کړی

د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي يو امريکايي وګړی ډينس کويل ئې د زندان څخه ازاد کړی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه امریکايي د ط..البانو مشرم.لاهب.ت الله د شفقت او د هغه د مور په غوښتنه ازاد کړی.
د ډينس کويل د متحده عربي اماراتو په منځګړيتوب ازاد سوی.

د سې شنبې په ورځ هغه زلمي خليلزاد او د متحده عربي اماراتو استازو ته سپارل سوی.
تر دې مخکي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، چي که ط..البان امريکايي اتباع ازاد نه کړي؛ نو د ايران او وینزویلا په برخليک به اخته سي؛ خو ط..البانو ويلي، چي دغه امریکايي ئې د شفقت او مهربانۍ په اساس ازاد کړی.