د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د يوې مرکې پر مهال ويلي، چي که امريکا پر ايران باندي بريد وکړي، ط..البان به د ايران ملاتړ وکړي.
هغه ويلي ايران پرحق دئ او په باور ئې چي ايران کولای سي د امریکا په مقابل کي بريا خپله کړي.
د هغه په وينا چي په مخکنۍ جګړه کي هم ايران بريالی و او دا ځل به هم بريالی وي.
د امريکا او ايران ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي دي؛ خو دواړه هيوادونه اوس هڅه کوي، چي ستونزه د خبرو د لاري حل کړي.