د ط..البانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د افغانستان اوسنۍ بودیجه د ط..البانو د ورځنیو چارو د دوام او د ځینو پروژو د عملي کېدو له پاره بسنه کوي.
نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کي ويلي، چي د اوسنۍ بودیجې څخه د یو میلیون او ۴۰ زره حکومتي کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي.
مجاهد زیاته کړه، تر اوسه د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کي له کومي ستونزي سره نه دي مخ سوي او د حکومت مالي چاري ئې د همدې بودیجې له لاري پرمخ ځي.
هغه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د ط..البانو د ادارو مامورينو څو ځله شکايت کړی، چي معاشات ئې ط..البان پر خپل وخت نه ورکوي.