د ط.. البانو د عامي روغتيا وزارت خبر ورکړی، چي اوسمهال په افغانستان کي ۱۲۷۶۰ کسان د تلسيميا په ناروغۍ اخته دي.
د هغوی په خبره چي په يادو ناروغانو کي ۶۸۷۳ تنې يوازي ښځي دي، چي د دغي ناروغۍ څخه کړېږي.
هغوی وايي چي د يادو ناروغانو ډېره برخه کوچنیان تشکيلوي.
ط..البانو د نړۍوالو روغتیايي سازمانونو څخه غوښتي چي د تلسيميا په ناروغۍ د مبتلا ناروغانو لاسنيوی دي وکړي.
د يادوني وړ ده، چي تلسيميا یوه موروثي د ویني ناروغي ده، چي د مور او پلار له جینونو اولاد ته انتقالېږي. په دې ناروغۍ کي بدن سم او کافي هیموګلوبین نه جوړوي، نو انسان کمخوني، ستړیا، د بدن کمزوري او ژیړوالي احساسوي. ځیني کسان ئې سپکه بڼه لري او عادي ژوند کوي، خو شدیده بڼه ئې کله ناکله د دوامدارې ویني او درملني اړتیا پیدا کوي.