د ط..البانو د عدلیې وزارت اعلان کړی

د ط..البانو د عدلیې وزارت اعلان کړی، چي د تبلغیانو له پاره ځانګړی قانون نافذ سوی او له رسمي پړاوونو وروسته په رسمي جریده کي نشر سوی دئ.
د ياد وزارت په وينا دا قانون د ط..البانو د مشر م.لاهب.ت الله له خوا تائید سوی او وروسته نشر سوی دئ. ط..البان وايي، چي دغه قانون ئې د دعوتي چارو د تنظیم په موخه ترتیب کړی دئ او د عملي کېدو مسؤلیت ئې د امر ب.المعروف او نهي عن المنکر وزارت ته سپارل سوی دئ.
په یاد قانون کي د تبلغي له پاره لازم شرایط، د خلګو د بلني لاري چاري، کارېدونکي وسایل او همدارنګه د دعوت کوونکي مکلفیتونه او اداب په تفصیل سره بیان سوي دي.

دا مقرره په دوو برخو او ټولټال ۱۷ مادو کي برابره سوې ده.