د ط..البانو د فوايد عامې وزارت اعلان کړی چي د سالنګ لویه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته خلاصه سوې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، تمه ده چې دغه لاره به نن د ټولو وسایطو ته پر مخ پرانيستل سي.
د سالنګ لویه لاره د دوشنبې په شپه د سختي واوري او توپان له امله د ټرافیکو پر مخ تړل سوې وه، څو د انساني تلفاتو او مالي زیانونو مخنیوی وسي.
د چارواکو په وینا، د واوري پاکولو چاري لا هم رواني دي، څو د تګ راتګ له پاره خوندي شرایط برابر سي.
یاده لاره د افغانستان شمال او جنوب نښلوي او د ژمي په موسم کي ډېری وخت له ورته ستونزو سره مخ کېږي.