د ط..البانو د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د ننګرهار د امنيې قومندانۍ څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تېره شپه د دغه ولايت د ثمرخيلو ليسې په سيمه کي د تورخم او جلال اباد پر لويه لاره د ټېلر او کوچني موټر ترمنځ ټکر سوی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغي ترافيکي پېښي له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه ليکي چي په دغه پېښه کي درې کسان وژل سوي او درې نورټپیان دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.