د ط..البانو د هرات د ولايت مقام څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ط..البانو د هرات د ولايت مقام څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د هرات او تورغونډۍ ترمنځ لویه لاره د واوري او خرابي هوا له امله د غټو موټرو پر مخ تړل سوې ده.
خبرپاڼه ليکي چي اوس مهال یوازي کوچني او چټک موټرونه د چين( ځنځير) په تړلو سره پر دغه لار باندی سفر کولای سي.
خبرپاڼه زياتوي چي غټ موټرونه دي تر بلي خبرتيا پوري پر دغه لاره باندي تګ راتګ نه کوي.