د ط..البانو د وياند مرستيال حمدالله فطرت د يکشنبې په ورځ ويلي

د ط..البانو د وياند مرستيال حمدالله فطرت د يکشنبې په ورځ ويلي، چي پر افغانستان د پاکستان د بريدونو د پيل څخه تر اوسه پوري ۷۶۱ افغانان وژل سوي او ۶۲۶ نور ټپيان سوي.
د هغه په خبره چي د قربانيانو د تلفاتو دغه ارقام د روان ميلادي کال د فبروري د مياشتي د ۲۲ نېټې څخه بيا د اپريل د مياشتي تر څلورمي نېټې پوري ثبت سوي دي.
د فطرت په وينا چي د پاکستان د بريدونو له امله په کندهار، کابل، پکتيا، پکتيکا، ننګرهار، خوست، کنړ، لغمان او نورستان ولايتونو کي دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وينا چي په يادو بريدونو کي ۱۱۴۰ کورونه ويجاړ سوي او ۲۷۴۰۷ کورنۍ د خپلو اصلي سيمو څخه بې ځایه سوي دي.
فطرت دغه راز زياتوي، چي ۲۵۶ دوکانونه، ۳۴ مسجدونه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ ديني مدرسې او ۴۲ موټرونه هم په يادو بريدونو کي زيانمن سوي دي.