د ط.البانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په سهار شاوخوا اته بجې د شدیدو بارانونو، سېلابونو او د ځمکي ښوېدني له امله د کابل–جلالاباد لویه لاره د موټرو او هر ډول سفر پر مخ تړل سوې ده.
د حق شناس په خبره اړوند تخنیکي او عملیاتي ټیمونه سیمي ته رسېدلي او هڅه کوي چي دغه لويه لار ژر تر ژره بېرته د تګ راتګ له پاره خلاصه کړي.
نوموړي د ټولو مسافرو څخه غوښتي، چي تر بلي خبرتیا پوري دي پر دغه لويه لاره د سفر کولو هڅه نه کوي.