د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د چمتووالي ادارې ویلي

د ط..البانو د پېښو پر وړاندي د چمتووالي ادارې ویلي، چي د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کي د سختو سېلابونو له امله ۲۳ کسان وژل سوي، له ۸۰ ډېر ټپیان او تر ۱۰۰ زیات کسان لا هم ورک دي.
د معلوماتو له مخي، سېلابونه د دوشنبې په ورځ په پارون ښار او شاوخوا سیمو کي راوتلي او د سیند پر غاړه ئې لسګونه کورونه او ودانۍ ویجاړي کړي دي.
ط..الب چارواکي وایي، د پارون ښاروال او د هغه یو شمېر ساتونکي هم د دې سېلابونو په قربانیانو کي شامل دي.