د ط.. البانو د پېښو په وړاندي د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چي په تېرو ۴۸ ساعتونو کي په افغانستان کي د سېلابونو، د تالندي د لوېدو او نورو طبیعي پېښو له امله ۲۸ کسان وژل سوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
په يادو طبيعي پېښو کي سلګونه کورونه، دکانونه او زرګونه جريبه زراعتي ځمکه ويجاړه سوې ده.
د يادي ادارې په وينا چي دغه زيانونه د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کي اوښتي دي.