د ط..البانو د کانونو او پټروليم وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کانونو او پټروليم وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کندهار ولايت د خاکريز ولسوالۍ د بي بي ګوهري سيمي څخه ئې ۵۴۲.۵ ټنه سرب او جست د ۷ ميليونه او ۳۲۳ زره افغانيو په بدل کي پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي دي.
ياد وزارت ويلي، چي دغه سرب او جست ئې د ازادي دواطلبۍ د لاري پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي دي.
بايد وویل سي، چي په دې وروستيو کي د ط..البانو له خوا د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي د کانونو استخراج خورا چټک سوی. کارپوهان وایي، که د کانونو استخراج په سمه او معیاري بڼه مدیریت نه سي، د سیمي چاپېریال او د خلګو ژوند به له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړي.