د ط..البانو د کرهڼي اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي ۵۱۹۸ راسه پسونه چي پاکستان ته په قاچاقي ډول استول نيولي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه پسونه ئې د درې مياشتو په موده کي په دغه ولسوالۍ کي نيولي دي.
ياده خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي د يادو پسونو د قاچاق په تړاو ئې يوشمېر کسان هم نيولي دي.