د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د کابل په پنځمه امنيتي حوزه کي ئې د وسله والو غلو يوه شپږ کسيزه ډله نيولې ده.
د هغوی په خبره چي دغو غلو به د کابل ښار په بېلابېلو ساحو کي غلاوي کولې، د خلګو څخه به ئې پيسې، موبايلان او نور قيمتي توکي د وسلې په زور اخيستل.
د ط..البانو په وينا چي د يادو وسله والو غلو سره ئې يو ځای يوه عراده موټر هم نيولی دئ.