د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د‌ پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د تېري يوې اوونۍ په جريان کي ۴۰۹ تنه افغان کډوال د پاکستان د‌ بېلابېلو زندانونو څخه ازاد سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه افغان کډوال د تورخم او سپين بولدک د لارو د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسانو د څه مودې راهيسي د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.

دغه افغان کډوال د پاکستان د دولت له خوا د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله نيول سوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *