د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د رواني اوونۍ په جريان کي ۴۱۶ تنه افغان کډوال د پاکستان د بېلابېلو زندانونو څخه ازاد سوي، د کندهار د سپين بولدک او ننګرهار د تورخم د لاري افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسانو د يوې ورځي څخه تر څو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.
دغه افغان کډوال د پاکستان د دولت له خوا د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله نيول سوي وو.