د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د سې شنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۸۵۰ د افغان کډوالو کورنۍ چي د وګړو شمېر ئې ۴۴۸۶ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ۶۹۹ د افغان کډوالو کورنۍ د ننګرهار د تورخم دلاري او ۵۶ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۶۲ د افغان کډوالو کورنۍ د نميروز ولايت د وريښمو پله د لاري او ۳۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.