د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۷۳۲ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۴۰۶۶ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
د ياد وزارت په وينا، چي ۳۲۶۲ افغان کډوال د تورخم د لاري او ۳۳۰ کډوال د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د ياد وزارت په خبره چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.

په ورته وخت کي د ط..البانو دغه وزارت ويلي، چي په همدې ورځ ۲۶۰ افغان کډوال د نیمروز و لايت د وريښمو پله د لاري او ۲۰۳ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.