د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی

د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د يکشنبې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۷۲۴ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۵۴۰۲ تنه کېږي افغانستان ته راغلي.
د ياد وزارت په وينا، چي ۵۸۵ د افغان کډوالو کورنۍ د تورخم د لاري او ۷۱ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
د ياد وزارت په خبره چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت په زور او جبر د خپلي خاوري څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.

په ورته وخت کي د ط..البانو دغه وزارت ويلي، چي په همدې ورځ۳۹ د افغان کډوالو کورنۍ د نیمروز د وريښمو پله د لاري او ۲۹ کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.