د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په روانه اوونۍ کي ۲۵۲ د افغان کډوالو زندانیان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او افغانستان ته راغلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه افغان کډوال د تورخم او سپين بولدک د لاري افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه لیکي چي دغه افغان کډوال د پاکستان دولت د اوسېدلو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيولي وو، چي تر ازادېدو وروسته افغانستان ته راغلي.