د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پاکستان د وروستيو بريدونو له امله په افغانستان کي د ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې ۲۱ زره او ۴۲۹ د افغان کډوالو کورنۍ بې ځایه سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه کورنۍ د جګړې او د پاکستان د توغنديزو بريدونو له امله داخلي بې ځایه سوي دي.
دغه افغان کډوال اوس مهال بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري؛ ط..البان وايي د ۸ زرو کورنيو سره ئې د نړۍوالو مرستندويانو په همکاري مرسته کړې او پاته نور ئې لا هم بشري مرستو ته اړتيا لري.