د ط..البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د شنبې په ورځ ۵۳۸ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي ۶۸ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري او ۴۲۳ کورنۍ د تورخم د لاري د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي.
په ياده خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په همدې ورځ ۴۱ کورنۍ د نيمروز د وريښمو پله او ۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان د ژمي په دې يخ موسم کي هره ورځ سلګونه د افغان کډوالو کورنۍ د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې شړي.